نتانیاهو: د ایران راکټي بریدونو اسرائیل له سختې شپې سره مخ کړ

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې تېر ماښام د ایران د راکټي بریدونو له امله د دې هېواد لپاره «ډېره سخته شپه» وه.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه دیمونا او عراد ښارونه په نښه کړي او لسګونه کسان په کې ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د اسرائیل پوځي تأسیسات او امنیتي مرکزونه یې هدف ګرځولي دي.

د اسرائیل د پوځ ویاند ویلي چې د دفاعي سیستمونه فعال وو، خو ټول راکټونه نه دي رهګیر شوي او د پېښې ارزونه لا هم روانه ده.

Exit mobile version