
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې تېر ماښام د ایران د راکټي بریدونو له امله د دې هېواد لپاره «ډېره سخته شپه» وه.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه دیمونا او عراد ښارونه په نښه کړي او لسګونه کسان په کې ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د اسرائیل پوځي تأسیسات او امنیتي مرکزونه یې هدف ګرځولي دي.
د اسرائیل د پوځ ویاند ویلي چې د دفاعي سیستمونه فعال وو، خو ټول راکټونه نه دي رهګیر شوي او د پېښې ارزونه لا هم روانه ده.

