قطر: د ایران له بریدونو وروسته د LNG صادرات ۱۷ سلنه راکمېږي

د قطر د انرژۍ وزیر سعد شریده کعبي ویلي چې د ایران د وروستیو بریدونو له امله د دې هېواد د مایع ګاز (LNG) د صادراتو ظرفیت به په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۷ سلنه راکم شي.

هغه زیاته کړې چې د راس لفان پر تأسیساتو د دغو بریدونو په پایله کې قطر به هر کال شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالر عاید له لاسه ورکړي.

د قطر د انرژۍ وزیر خبرداری ورکړی چې دا وضعیت کولای شي د نړۍ د انرژۍ پر بازار پراخ اغېز ولري.

Exit mobile version