سپاه پاسداران: خپل ویاند علي‌محمد نائیني وژل شوی

د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی چې د دې بنسټ ویاند علي‌محمد نائیني وژل شوی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې د هغه د وژل کېدو د وخت، ځای او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

نائیني مخکې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو: «موږ د دښمن لپاره حیرانوونکي پلانونه لرو او هر څومره چې جګړه مخکې ځي، هماغومره به پېچلې او له نوو حیرانتیاوو سره مل وي.»

تر اوسه خپلواکو سرچینو دا خبر نه دی تایید کړی.

Exit mobile version