د آلمان او افغانستان د ډموکراسۍ تجربې د پرتله وړ نه دي

په یوه تحلیلي جستار کې لیکوال د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په آلمان کې د ډموکراسۍ له تجربې سره د افغانستان د تجربې په پرتله ټینګار کړی چې دا دوه بېخي د پرتله وړ نه دي.

د لیکوال په باور، په آلمان کې د ډموکراسۍ بریا یوازې د بهرني مداخلې پایله نه وه، بلکې د ټولنیز جوړښت، د سیاسي پوهاوي د لوړې کچې او د داخلي مبارزو ریښې یې درلودې.

په مقابل کې، په افغانستان کې د ډموکراسۍ ناکامي یوازې د بهرنیو عواملو یا د نخبګانو د خیانت پورې محدوده نه ده، بلکې تر ډېره د ټولنیز تکامل ټیټې کچې، د قوي منځنۍ طبقې نشتوالي او د دودیزو او قبیلوي جوړښتونو له دوام سره تړاو لري.

په دې تحلیل کې همدارنګه د دوامداره جګړو او د ګاونډیو هېوادونو د مداخلو رول د افغانستان د ډموکراسۍ د پروژې په ناکامۍ کې مهم بلل شوی دی.

Exit mobile version