
د هند د بهرنیو چارو وزارت د کابل په ښار کې د «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستی برید «بزدلانه» بللی دی.
دې وزارت په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې اسلاماباد هڅه کوي یو «عام وژنه» د پوځي عملیاتو په نوم توجیه کړي.
په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د دې «جنایتکارانه» اقدام عاملان حساب ورکوونکي کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې پاکستان نور په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه نه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې دا برید د روژې په مبارکه میاشت کې ترسره شوی چې د دوی په وینا دا کار لا شرموونکی ګرځوي.
هند ټینګار کړی چې په دې سختو شېبو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.
تر اوسه هند یوازینی هېواد دی چې په رسمي ډول یې دا برید غندلی دی.