اروپايي اتحادیه د هرمز تنګي د امنیت په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې ده د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د مارچ په ۱۶مه په بروکسل کې په یوه غونډه کې د اوکراین جګړې، د منځني ختیځ وروستیو تحولاتو او د دغو کړکېچونو د پایلو په اړه خبرې وکړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست همغږي کوونکې کایا کالاس ویلي چې د دې غونډې یو مهم محور به دا وي چې اروپا د هرمز تنګي د خلاص ساتلو لپاره څه اقدامات کولی شي.

هغې ټینګار کړی چې د هرمز تنګي پرانیستی پاتې کېدل د اروپا لپاره مهم دي او په همدې اړه به د ممکنه ګامونو په اړه بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلو متحدانو غوښتي چې د فارس خلیج او د هرمز تنګي د سمندري لارو د امنیت لپاره په احتمالي عملیاتو کې برخه واخلي.

خو ځینو هېوادونو، لکه جرمني، له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول ویلي چې برلین به د هرمز تنګي د سوداګریزو بېړیو د ساتنې لپاره په هېڅ احتمالي پوځي ماموریت کې برخه وانخلي.

هغه زیاته کړې چې جرمني نه غواړي د ایران پر ضد د جګړې فعاله برخه شي او باور لري چې د هرمز تنګي امنیت یوازې د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو له لارې تضمینېدای شي.

Exit mobile version