
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره یې د «سجیل» ستراتیژیک توغندی د اسرائیل د هدفونو پر ضد کارولی دی.
د سپاه د عامه اړیکو دفتر په خپره شوې ویډیو کې ویلي چې دا برید د اسرائیل پر ضد د توغندیزو بریدونو د څلور پنځوسمې څپې په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي چې په دې برید کې د «سجیل» تر څنګ له درنو «خرمشهر» توغندیو هم کار اخیستل شوی چې دوه ټنه جنګي سر لري.
د اعلامیې له مخې، په دې عملیاتو کې «خیبرشکن»، «قدر» او «عماد» توغندي هم د اسرائیل پر هدفونو توغول شوي دي.
تر اوسه اسرائیلي چارواکو د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.