
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې د دې هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د یکشنبې په شپه او سهار شپږ توغندي او ۳۴ بېپیلوټه الوتکې چې د ایران له لوري توغول شوې وې، شنډې کړې دي.
د راپور له مخې، شپږ توغندي د الخرج په سیمه کې، چیرې چې د «شهزاده سلطان» هوايي اډه موقعیت لري، رهګیر شوي دي.
سعودي چارواکو ویلي چې یو شمېر بېپیلوټه الوتکې هم د دې هېواد د ختیځو نفتې سیمو او د ریاض ښار شاوخوا په نښه شوې او نسکورې شوې دي.
تر اوسه د دې بریدونو له امله د احتمالي زیانونو یا مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
په همدې حال کې راپورونه وایي چې د بحرین د پلازمېنې منامه په اسمان کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د بحرین چارواکو ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې یې ۱۲۳ توغندي او ۲۰۳ بېپیلوټه الوتکې چې د ایران له لوري توغول شوې وې، شنډې کړې دي.
د کویت د ملي ګارد ویاند هم ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه ایراني بېپیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي.
په همدې حال کې امریکا د بغداد کې د خپل سفارت د هدف ګرځېدو وروسته له خپلو اتباعو غوښتي چې عراق پرېږدي.

