
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټولنیزه شبکه «تروث سوشال» کې لیکلي چې واشنګټن د ایران د حکومت د «بشپړ نابودولو» هوډ لري.
ټرمپ ویلي چې د ایران رژیم به په پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې له منځه یوړل شي.
هغه ادعا کړې چې د ایران پوځي ځواکونه سخت کمزوري شوي او د دې هېواد سمندري او هوايي ځواکونه له منځه تللي دي. د نوموړي په وینا د ایران توغندي، بېپیلوټه الوتکې او نور پوځي توان هم له منځه وړل کېږي.
د امریکا ولسمشر همدارنګه ویلي چې متحده ایالات «بېساري اوریز ځواک، نامحدوده مهمات او کافي وخت» لري.
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په وروستیو ورځو کې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ کړکېچونه زیات شوي دي.