مکرون: په شمالي عراق کې یو فرانسوی سرتېری وژل شوی

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې د فرانسې یو سرتېری د عراق په شمال کې وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

مکرون په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي چې دغه سرتېری «د فرانسې لپاره خپل ژوند قربان کړی» او برید یې «نه منونکی» بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران جګړه د فرانسوي پوځیانو پر ضد دا ډول بریدونه نه شي توجیه کولای.

فرانسوي ځواکونه په عراق کې د نړیوالو ماموریتونو په چوکاټ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره حضور لري.

تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو چې د عراق په شمال کې د مخمور په سیمه کې د فرانسوي ځواکونو او د کردي پیشمرګه ګډې اډې ته د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې څو فرانسوي سرتېري ټپیان شوي دي.

همدارنګه یو ایران پلوه وسله‌والې ډلې ګواښ کړی چې د فرانسې د ګټو پر ضد به په عراق او سیمه کې بریدونه وکړي.

Exit mobile version