ګوترش: کله چې لوږه د ماشومانو زده‌کړې بندوي، ټول زیان وینو

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش ویلي چې کله لوږه د ماشومانو د زده‌کړې لاره بندوي، نو ټولنه یې زیان ویني.

هغه د مارچ په ۱۲مه په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي چې په ښوونځیو کې د خوړو پروګرامونه کولای شي د ماشومانو په ملاتړ کې مهم رول ولوبوي.

ګوترش ټینګار کړی چې د ښوونځي د خوړو پروګرام د ماشومانو لپاره د ژغورنې لاره ده او د هغوی د زده‌کړې، کرامت او راتلونکو فرصتونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې چې په ښوونځیو کې د مغذي خوړو برابرول یو مهمه پانګونه ده او باید له پامه ونه غورځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان په ګډون یو شمېر بحران ځپلو هېوادونو کې ډېر ماشومان له خوارځواکۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د راپورونو له مخې شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان په افغانستان کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي او نږدې ۷۰۰ زره نور ماشومان د منځنۍ خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

Exit mobile version