
د ایران د اسلامي جمهوریت مشر مجتبی خامنهای په خپل لومړي پیغام کې ویلي چې د خبرګانو د مجلس د پرېکړې له لارې د رهبرۍ له ټاکل کېدو وروسته له دې موضوع د ایران د دولتي رسنیو له لارې خبر شوی دی.
په هغه لیکلي پیغام کې چې هغه ته منسوب شوی، د علي خامنهای د وژل کېدو په اړه راغلي چې نوموړي د خپل پلار جسد له وژل کېدو وروسته لیدلی او هغه یې د «صلابت غره» ته ورته بللی دی.
مجتبی خامنهای په دې پیغام کې ټینګار کړی چې د خپل پلار او نورو هغو کسانو د وژل کېدو غچ به واخیستل شي چې د ده په وینا د اسرائیل او امریکا د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.
هغه ویلي چې د دې غچ یوه محدوده برخه تر دې دمه عملي شوې ده، خو دا موضوع به تر هغه دوام ولري څو بشپړه نتیجه ترلاسه شي.
د ایران نوي مشر همدارنګه ویلي چې د ایران پوځي بریدونه به دوام ولري.