جاپان د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه ډالر مرسته وکړه

A façade of the National Diet Building, and a pair of national flags waving in the wind at the side of the main gate

جاپان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ ته دوه میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړې څو د افغانستان ته ستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ ویلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۲.۸ میلیونو ډېر کسان افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د دې بنسټ په وینا، ډېری راستنېدونکي بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري، لکه سرپناه، خواړه، د ژوند د دوام امکانات او ساتنه.

یاد بنسټ زیاته کړې چې د جاپان د دې مرستې له لارې به شاوخوا ۲۳ زره راستنېدونکو ته بیړنۍ نغدي مرستې ورکړل شي څو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د سیمې زیاتېدونکي کړکېچونه ښايي د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو نوې څپه رامنځته کړي.

Exit mobile version