د امریکا استازی: په افغانستان کې دې نیول شوي امریکايي وګړي ژر خوشې شي

د امریکا د یرغمل شویو چارو ځانګړي استازي آدم بوهلر ویلي چې واشنګټن نور د امریکايي وګړو نیول د نورو هېوادونو له لوري نه شي زغملی.

هغه په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي چې درې امریکايي وګړي اوس مهال په افغانستان کې په بند کې دي او له طالبانو یې غوښتي چې ژر تر ژره یې خوشې کړي.

بوهلر خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، افغانستان ښايي له هغو پایلو سره مخ شي چې مخکې د ایران او ونزوېلا په څېر هېوادونو تجربه کړې دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې د «نا عادلانه نیونو» ملاتړ کوونکي بلل کېږي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Exit mobile version