مجتبی خامنه‌ای د ایران د درېیم مشر په توګه

د ایران د خبرګانو مجلس په یوه اعلامیه کې ویلي چې مجتبی خامنه‌ای د دې مجلس د غړو په قاطع رأی د ایران د اسلامي جمهوریت د درېیم مشر په توګه ټاکل شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پخواني مشر علي خامنه‌ای د وژل کېدو له خبر وروسته، او د جګړې د شرایطو سره سره، د نوي مشر د ټاکلو بهیر سمدستي پیل شو.

د دې بنسټ په وینا، د خبرګانو مجلس غړو په یوه فوق العاده غونډه کې د ایران د راتلونکې رهبرۍ په اړه پرېکړه کړې ده.

یاد مجلس له ایراني وګړو غوښتي چې له نوي مشر سره بیعت وکړي او د هېواد د یووالي او ثبات د ساتلو لپاره ترې ملاتړ وکړي.

Exit mobile version