روسیه: د میوو او سبزیو د وارداتو یوه برخه به له افغانستانه برابر شي

د په افغانستان کې د روسیې سوداګریز مرکز اعلان کړی چې د ایران له خوا د خوراکي توکو د صادراتو له درېدلو وروسته به د روسیه د بازار د میوو او سبزیو یوه برخه له افغانستان څخه برابر شي.

د راپورونو له مخې، روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د واردولو غوښتنې زیاتې شوې دي. د یاد مرکز د معلوماتو له مخې، ایران د سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله هڅه کوي خپل کورني خوراکي زیرمې خوندي کړي.

د دې مرکز مشر رستم حبیبولین ویلي چې روسیې ته د افغانستان د زراعتي محصولاتو د لېږد لپاره ګڼې غوښتنې رسېدلې دي.

هغه زیاته کړه چې مخکې له دې د افغانستان څخه روسیې ته سل ټنه مڼې استول شوې دي او اوس د مرچ، وچو مېوو، مغز لرونکو توکو، بادرنګ، کدو، بادنجان، لیمو او نورو تازه سبزیو د لېږد چمتووالی روان دی.

Exit mobile version