
د فرانسه ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې هېواد یې د منځنی ختیځ په جګړه کې د ښکېلتیا نیت نه لري.
مکرون په ټولنیزه شبکه اېکس کې د یوه کاروونکي د اندېښنې په ځواب کې لیکلي چې فرانسه به د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران د بریدونو په تړاو په جګړه کې برخه وانخلي.
هغه زیاته کړه: «موږ په جګړه کې نه یو او نه هم غواړو په دې جګړه کې ښکېل شو.»
د فرانسې ولسمشر ټینګار وکړ چې هېواد به یې په سیمه کې جګړه پیل نه کړي، خو د خپلو اتباعو او متحدانو د ساتنې لپاره به لازم اقدامات وکړي او له لبنان سره به ولاړ وي.