
د طالبان ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې یو باروړونکی اورګاډی د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د روزنک تمځای ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، دغه اورګاډی ۳۷ واګنه سوداګریز توکي لېږدول او د دې لارې له لارې د مالونو لېږد په عادي ډول روان دی.
مجاهد زیاته کړه چې یوازې په تېره ورځ ټولټال ۹۴ واګنه سوداګریز توکي روزنک تمځای ته رسېدلي او یو بل اورګاډی چې خوراکي توکي، ساختماني مواد او سون توکي یې لېږدول هم دې تمځای ته داخل شوی دی.
هغه همدارنګه وویل چې د اوسپنې پټلۍ د مسؤلینو د معلوماتو له مخې په ایران کې هم سلګونه واګنونه د افغانستان پر لور په حرکت کې دي او په عادي ډول به هېواد ته داخل شي.