تاجکستان: ښځې د هېواد نږدې ۲۸ سلنه اقتصادي فعالان جوړوي

IMG 7821 1024x768

د تاجکستان د پانګونې او دولتي شتمنیو د مدیریت د دولتي کمېټې رئیس، سلطان رحیم‌زاده، ویلي چې په دغه هېواد کې د ښځو اقتصادي حضور په دوامداره توګه زیاتېږي او ښځینه متشبثینې اوس د تاجکستان د ټولو اقتصادي فعالانو ۲۷.۸ سلنه جوړوي.

هغه د کورنیو او بهرنیو خبریالانو په ګډون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ښځینه متشبثینو شمېر له ۱۰۸ زرو تنو اوښتی دی. د هغه په وینا، ډېری دغه ښځې د تولید، سپکو صنعتونو، کرنې، لاسي صنایعو او کوچنیو او منځنیو سوداګریو په برخو کې فعالیت کوي او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري.

رحیم‌زاده زیاته کړه چې د تاجکستان مالي او اعتباري بنسټونو ښځینه متشبثینو ته شاوخوا ۴۰۲ میلیون ډالره پورونه او مالي اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۶.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

په ورته وخت کې، د دوشنبې ښار چارواکو هم د ښځو د کارآفرینۍ د پراختیا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له ۱۵ زرو او ۵۰۰ څخه ډېرې ښځې د پلازمېنې په بېلابېلو اقتصادي فعالیتونو کې بوختې دي.

د مسؤلینو په وینا، د ښځینه متشبثینو ملاتړ د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او د روزنې، مشورې، ترجیحي پورونو او د کورنیو سوداګریو د ملاتړ پروګرامونه د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره روان دي.

د تاجکستان چارواکي باور لري چې دا تګلارې نه یوازې نوي کاري فرصتونه رامنځته کوي، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او اقتصادي ثبات په پیاوړتیا کې هم مهمه ونډه لري.

Exit mobile version