د ترکیې ساحلي ګارد په چاناک‌قلعه کې ۳۲ افغان کډوال نیولي دي

IMG 7593

د ترکیې ساحلي ګارد ویلي چې امنیتي ځواکونو یې د چاناک‌قلعه ولایت د ازینه په سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۳۲ بې‌اسناده افغان کډوال نیولي دي.

د ترکي چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د سې‌شنبې په ورځ ترسره شوي او د نیول شویو کسانو په ډله کې اووه ماشومان هم شامل دي. ټول نیول شوي کسان د افغانستان وګړي دي.

چارواکو ویلي، دغه کډوال د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د ایواجیک د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي.

ترکیې په وروستیو کلونو کې د خپلو لوېدیځو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي او په منظم ډول د هغو کډوالو د نیولو خبر ورکوي چې د ناقانونه لارو له لارې اروپايي هېوادونو ته د رسېدو هڅه کوي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې له ۲۰ زرو څخه ډېر افغان وګړي، چې قانوني اسناد یې نه لرل، نیول شوي دي. خو تر اوسه ترکي چارواکو دا نه دي ویلي چې له دې ډلې څومره کسان افغانستان ته ایستل شوي دي.

Exit mobile version