د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته ورسېد؛ اقتصادي همکارۍ د خبرو اصلي محور

IMG 7328

د ازبکستان یو لوړپوړی دولتي او خصوصي پلاوی، چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف کوي، د شنبې په ورځ کابل ته ورسېد. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، پلاوی د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي له لوري هرکلی شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې سفر موخه له طالب چارواکو سره لیدنې، د افغانستان له خصوصي سکټور سره خبرې او د دواړو هېوادونو په ګډ سوداګریز فورم کې ګډون بللی دی.

د وزارت په وینا، د ازبکستان په پلاوي کې دولتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي شامل دي. تمه کېږي چې د سفر پر مهال د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي، پانګونې، د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا او د خصوصي سکټور د همکارۍ د پراخولو په اړه خبرې وشي.

ازبکستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سره له دې چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول نه دی په رسمیت پېژندلی، له افغانستان سره یې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ساتلې او د اقتصادي همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د ترانزیټي لارو پراختیا، د اورګاډي د شبکې نښلول او د بنسټیزو پروژو پلي کول د کابل او تاشکند د همکاریو مهم محورونه ګڼل کېږي. د «افغان ټرانس» د اورګاډي پروژه، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، لا هم د دواړو لورو له مهمو ګډو پروژو څخه ده.

سربېره پر دې، د حیرتان بندر د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا، د سوداګرو د تګ راتګ اسانتیا، د صنعت او کرنې په برخو کې همکاري او د ګمرکي خنډونو کمول هم د دواړو هېوادونو د وروستیو کلونو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

طالب چارواکو او ازبکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. ازبکستان افغانستان ته خوراکي توکي، برېښنا، ماشین‌آلات، ساختماني مواد او صنعتي محصولات صادروي، او افغانستان ازبکستان ته کرنیز محصولات، وچه مېوه، غالۍ او ځینې خام مواد لېږي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې طالبان هڅه کوي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د منځنۍ اسیا د ترانزیټي دهلېزونو په پیاوړتیا سره د افغانستان د سوداګرۍ اتکا پر دودیزو لارو، په ځانګړي ډول د پاکستان پر مسیر، کمه کړي.

Exit mobile version