ای‌یواُبزرور: فرانتکس د «داوطلبانه ستنېدو» پروګرام له لارې افغانان بېرته لېږي

IMG 7095

د «ای‌یواُبزرور» ویب‌پاڼې د ځانګړي راپور له مخې، د اروپايي ټولنې د سرحدونو او ساحلي ساتنې ادارې (فرانتکس) د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د «داوطلبانه ستنېدو» پروګرام په چوکاټ کې نږدې ۵۰ افغان پناه‌غوښتونکي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته لېږلي دي.

د راپور له مخې، د افغانستان دننه د دې پروګرام د عملي کولو مسؤلیت د بلجیم یوې غیردولتي ادارې «ایرارا» ته سپارل شوی؛ هغه بنسټ چې مشران یې مخکې د بریتانیا په خصوصي امنیتي شرکتونو، لکه «سرکو» او «میټي»، کې دندې ترسره کړې دي.

راپور وایي، ایرارا په وروستیو کلونو کې د فرانتکس له سترو مالي تمویل ترلاسه کوونکو څخه ګرځېدلې ده. دې ادارې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۹.۵ میلیونه یورو او په ۲۰۲۵ کال کې د شاوخوا ۳۹ میلیونه یورو قراردادونه له فرانتکس څخه ترلاسه کړي، او شتمنۍ یې هم په لنډه موده کې د پام وړ زیاتې شوې دي.

«ای‌یواُبزرور» د ایرارا د فعالیتونو د شفافیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي. د راپور له مخې، که څه هم د افغانستان په اړه د فرانتکس او ایرارا همکاري په رسمي ډول تایید شوې، خو د ایرارا په رسمي ویب‌پاڼه کې نه د افغانستان د فعالیتونو او نه هم له فرانتکس سره د دې همکارۍ یادونه شوې ده.

راپور زیاتوي چې اروپايي ټولنه په ورته وخت کې له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د موضوع په اړه خپلې غیرمستقیمې اړیکې هم پراخوي. په همدې لړ کې، د جون په میاشت کې د طالبانو یوه پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه خبرې کړې دي.

د فرانتکس اجرائیوي رئیس هانس لایتینس «ای‌یواُبزرور» ته ویلي، دا اداره اوس مهال افغانستان ته د افغان پناه‌غوښتونکو د اجباري ایستلو امکان نه لري، خو په راتلونکي کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د پرېکړو او د افغانستان د وضعیت له بدلون سره، د دې سیاست د بدلېدو احتمال رد کېدای نه شي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه لا هم افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرداری ورکوي او وایي، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو لپاره د افغانستان د بشري حقونو او امنیت وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی.

Exit mobile version