د نوشهر په ساحل کې د درې افغان کډوالو مړي وموندل شول

IMG 6521

د ایران د نوشهر د ژغورنې او غریق‌نجات د ادارې مشر ویلي چې درې افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ د دغه ښار د ختیځو ساحلونو په اوبو کې ډوب شوي او یو بل افغان لا هم نادرکه دی.

د نوشهر د غریق‌نجات د ادارې مشر مجتبی شمس د پنجشنبې په ورځ وویل، لږ تر لږه ۱۵ افغانان د خبرداریو او د سمندر د طوفاني وضعیت سره سره د نوشهر د ختیځو ساحلي اوبو ته ننوتلي وو.

د هغه په وینا، ژغورونکو د یو شمېر کسانو ژوند وژغوره، خو درې کسان مړه شول او د نادرکه شوي کس د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم دوام لري.

شمس زیاته کړه چې د دې پېښې قربانیان ۱۲، ۱۴ او ۲۵ کلن وو.

هغه ټینګار وکړ چې دغه کسان په داسې سیمه کې اوبو ته ورغلي وو چې د خطرناکو سیمو له ډلې ګڼل کېږي او لامبو وهل پکې منع دي.

د ایران د ژغورنې ادارو یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د سمندر د طوفاني کېدو پر مهال، په ځانګړي ډول په ممنوعه ساحلي سیمو کې، له لامبو وهلو ډډه وکړي څو د ورته غمیزو مخه ونیول شي.

Exit mobile version