د آلمان صدراعظم د طالبانو سره د تخنیکي اړیکو دفاع وکړه

IMG 6468

د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس د طالبانو له ادارې سره د خپل حکومت د اړیکو په اړه نیوکې رد کړې او ویلي یې دي چې دغه تماسونه د طالبانو د عادي کولو یا مشروعیت ورکولو معنا نه لري.

د ډي‌پي‌اې خبري آژانس د راپور له مخې، مرتس د چهارشنبې په ورځ د آلمان په پارلمان کې د پوښتنو او ځوابونو پر مهال د شنو ګوند د استازو د نیوکو په ځواب کې وویل: «موږ دا رژیم عادي نه کوو.»

هغه ټینګار وکړ چې آلمان له افغانستان سره د یوه دولت په توګه خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې ساتي، خو دا د طالبانو د منلو یا هغوی ته د مشروعیت ورکولو معنا نه لري.

مرتس زیاته کړه: «موږ د طالبانو رژیم ته د دوستۍ لاس نه ورغځوو، بلکې یوازې د آلمان د ملي ګټو په چوکاټ کې او په تر ټولو ټیټه تخنیکي کچه ورسره همکاري کوو.»

د آلمان صدراعظم وویل چې د دغو اړیکو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره زمینه برابرول دي چې په آلمان کې یې درانه جرمونه ترسره کړي دي.

هغه همدارنګه د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د هغو اقداماتو بشپړ ملاتړ وکړ چې د جرمي سابقې لرونکو مهاجرینو د اخراج لپاره ترسره کېږي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې آلمان په وروستیو اوونیو کې کابل ته د افغان کډوالو د اخراج د الوتنو د زیاتولو هڅې پراخې کړې دي.

په همدې حال کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې ټاکل شوې د طالبانو تر ادارې لاندې څلور نور ډیپلوماتان آلمان ته سفر وکړي، څو د اخراج لپاره د اړینو اسنادو د صادرولو او د افرادو د پېژندنې بهیر اسانه شي.

د نوموړي په وینا، د دغو کسانو د ویزو غوښتنې او مخینې به آلمان ته له سفر وړاندې په دقت وڅېړل شي.

Exit mobile version