د لیبیا په ختیځو سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته د ۱۵ کسانو جسدونه وموندل شول

IMG 6418

د لیبیا امنیتي او روغتیايي سرچینو اعلان کړی چې د دغه هېواد په ختیځو سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته د یوې نجلۍ په ګډون د لږ تر لږه ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د سرچینو په وینا، په ډوبه شوې کښتۍ کې لږ تر لږه ۶۱ کسان سپاره وو او احتمال شته چې دغه پېښه تېره اوونۍ د مدیترانې سمندر په اوبو کې رامنځته شوې وي.

د لیبیا دوو امنیتي چارواکو ویلي چې موندل شوي جسدونه په ډېر خراب حالت کې دي او احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې نور جسدونه هم د سمندر پر غاړه وموندل شي.

په یوه جلا پېښه کې، د لیبیا روغتیايي چارواکو د ۱۳ کډوالو د ژغورل کېدو خبر ورکړی چې د خمس ښار ته نږدې د یوې بلې کښتۍ له ډوبېدو وروسته ژغورل شوي او تر درملنې لاندې دي.

لیبیا لا هم د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره یو مهم تګلوری بلل کېږي چې له جګړو، ناامنۍ، بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو څخه د تېښتې په موخه هڅه کوي د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته ورسېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د مدیترانې د مرکزي لارې په اوږدو کې له زرو ډېر کسان مړه شوي یا لادرکه شوي دي.

دغه سازمان همدارنګه راپور ورکړی چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د مدیترانې سمندر په بېلابېلو برخو کې له ۲۴۵۰ ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۴ کال راهیسې نږدې ۲۵ زره کډوال او پناه غوښتونکي د مدیترانې په مسیر کې ډوب شوي یا لادرکه شوي دي. دا لار لا هم د نړۍ له تر ټولو مرګونو کډوالۍ لارو څخه ګڼل کېږي.

Exit mobile version