رویټرز: شاوخوا شپږ میلیونه بېرله سعودي نفت د هرمز له لارې صادر شول

IMG 6333

د بېړیو د تعقیب معلومات ښيي چې د سعودي عربستان درې ستر نفت‌وړونکي بېړۍ، چې شاوخوا شپږ میلیونه بېرله خام نفت یې لېږدول، د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي تفاهم‌لیک له لاسلیک څو ساعته وروسته د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس دا پېښه په وروستیو څو اوونیو کې د هرمز تنګي له لارې د سعودي عربستان د نفت‌وړونکو بېړیو تر ټولو لوی تګ راتګ بللی دی. دغه سمندري لاره د وروستیو پوځي او سیاسي کړکېچونو پر مهال له جدي محدودیتونو سره مخ شوې وه.

د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د وروستي بحران پر مهال تر ډېره د سره سمندرګي پر غاړه د ینبع نفتي بندر له لارې خپل صادرات ترسره کول، څو د هرمز تنګي پر مسیر تکیه کمه کړي.

هغه کړکېچ چې د فبرورۍ له وروستیو څخه پیل شوی و، د خلیج فارس له لارې د نفت‌وړونکو بېړیو پر تګ راتګ اغېز وکړ او د سیمې د تولیدوونکو سلګونه میلیونه بېرله نفت یې نړیوالو بازارونو ته له رسېدو منع کړل.

د دغو درېیو ستر نفت‌وړونکو بېړیو تېرېدل د دې نښه بلل کېږي چې د خلیج فارس له لارې د انرژۍ د صادراتو عادي بهیر بېرته راګرځي.

کارپوهان باور لري چې د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل کولای شي پر نړیوالو انرژۍ بازارونو فشار کم کړي، د نفتو بیې باثباته وساتي او د انرژۍ د عرضې په اړه نړیوالې اندېښنې راکمې کړي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د خلیج فارس د هېوادونو د نفتو او ګازو یوه لویه برخه د همدې لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي.

د نیمروز له نظره، د سعودي نفت‌وړونکو بېړیو بېرته ستنېدل یوازې یو ترانسپورتي تحول نه دی، بلکې د سیمې د انرژۍ بازار او نړیوال اقتصاد لپاره د باور د بېرته راګرځېدو یوه مهمه نښه هم ګڼل کېږي.

Exit mobile version