کویت د زرګونو کسانو تابعیت لغوه کړ۲۱۸۲ کسان له تابعیته بې‌برخې شول

د کویت حکومت د درېیو جلا فرمانونو له لارې د ۲۱۸۲ کسانو تابعیت لغوه کړی دی.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه نه یوازې پر اصلي کسانو بلکې پر هغو کسانو هم اغېز لري چې د دوی له لارې یې تابعیت ترلاسه کړی و.

د کویت رسمي ورځپاڼې ویلي چې دا اقدام د ۲۰۲۶ کال د درېیو فرمانونو پر بنسټ شوی، چې په کې د سلګونو کسانو تابعیت لغوه شوی دی.

تر اوسه د کویت حکومت د دې پرېکړې دقیق دلیل نه دی څرګند کړی.

دا اقدام د خلکو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې او د تابعیت او حقوقي وضعیت په اړه پوښتنې زیاتې شوې دي.

Exit mobile version