په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تعزیري سزاوو په دوام، په میدان وردک او زابل ولایتونو کې څلور کسان، چې یوه ښځه هم په کې شامله ده، په درو وهل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه کسان د «غلا، له واده بهر اړیکو او لواطت» په تورونو مجازات شوي دي.
ویل کېږي چې دا سزاوې د طالبانو د محکمو له تایید وروسته، د ځایي چارواکو او یو شمېر خلکو په حضور کې عملي شوې دي.
دا ډول عامه سزاوې له کلونو راهیسې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له نیوکو سره مخ دي او دا یې د اساسي حقونو نقض بللی دی.
