پاپ لئو: له ټرمپ وېره نه لرمپر سولې ټینګار دوام لري

پاپ لئو څوارلسم ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیوکو څخه وېره نه لري او د جګړې پر ضد خپل دریځ به بدل نه کړي.

هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د انجیل پیغام خپرول د کلیسا اصلي دنده ده او له دې ماموریت څخه به شا ته نه شي.

پاپ زیاته کړې چې د هغه خبرې د کوم شخص پر ضد نه دي، بلکې د سولې او پخلاینې د هڅولو لپاره دي.

هغه له خلکو غوښتنه کړې چې د تاوتریخوالي پر ځای د سولې لارې ولټوي او د جګړې مخه ونیسي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ټرمپ د پاپ پر دریځ سختې نیوکې کړې او هغه یې د بهرني سیاست په برخه کې ناسم بللی و.

شنونکي وایي چې دا تبادله د کلیسا د اخلاقي دریځ او د امریکا د سیاسي تګلارې ترمنځ څرګند واټن ښيي، په ځانګړي ډول د جګړې او سولې په موضوع کې.

Exit mobile version