ایټالیا له اسرائیل سره دفاعي تړون وځنډاوهپریکړه د سیمه‌ییزو کړکېچونو په منځ کې شوې

د ایټالیا صدراعظم جورجا ملوني اعلان کړی چې هېواد یې له اسرائیل سره خپل دفاعي تړون ځنډولی دی.

هغې ویلي چې دا پرېکړه د اوسني وضعیت له امله شوې، خو نور جزئیات یې نه دي وړاندې کړي.

دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو، روزنې او ټکنالوژۍ د تبادلې په برخه کې و.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات شوی او نړیوال فشارونه هم پراخ شوي دي.

راپورونه ښيي چې دا پرېکړه ښايي د ایټالیا د دریځ د بدلون نښه وي او کېدای شي د نورو اروپایي هېوادونو پر سیاست هم اغېز وکړي.

Exit mobile version