ایران اینټرنشنل د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یوې رسمي لیک له لارې له خپلې دندې د کنارهګیرۍ غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، نوموړي په هغه لیک کې چې په وروستیو ساعتونو کې استول شوی، د هېواد د ادارې پر بهیر نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د حاکمیت مهمې برخې له رسمي لارو بهر مدیریت کېږي او د پوځي بنسټونو تر اغېز لاندې دي.
یادې سرچینې ادعا کړې چې پزشکیان په خپل لیک کې ټینګار کړی چې دولت د هېواد په مهمو پرېکړو کې اغېزناک رول نه لري او همدې وضعیت د هغه لپاره د قانوني او اجرایي مسؤلیتونو ترسره کول ستونزمن کړي دي.
ایران اینټرنشنل همدارنګه راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر د خپلې دندې د سمدستي پرېښودو غوښتنه کړې ده.
تر اوسه هېڅ رسمي ایراني چارواکي دغه راپور نه دی تأیید کړی او نه یې رد کړی دی. د ایران د ولسمشرۍ دفتر هم د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ایران د دولت او ځینو پوځي او امنیتي بنسټونو ترمنځ د نظر اختلافونو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي وو.
که دغه راپور په رسمي ډول تأیید شي، د مسعود پزشکیان احتمالي استعفا به د ایران په وروستیو کلونو کې له مهمو سیاسي تحولاتو څخه وشمېرل شي.
تر اوسه د دې ادعا د خپلواکې او رسمي تأیید نشتون ته په پام، راپور د یوې نا تأیید شوې ادعا په توګه ارزول کېږي.














