جي‌ډي ونس: احتمالي شخړه له ایران سره به د عراق او افغانستان په څېر اوږده جګړه نه وي

IMG 6053 1024x576

جي‌ډي ونس، د امریکا د ولسمشر مرستیال، ویلي چې له ایران سره هر ډول احتمالي شخړه به د عراق او افغانستان د جګړو په څېر په اوږده او فرسایشي جګړه بدله نه شي.

ونس د جون په ۹مه له یو‌اېس‌ای ټوډې ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د ایران په اړه د امریکا د حکومت د پالیسۍ د بریا په اړه ډاډ لري.

هغه وویل: «فکر کوم موږ به بریالي شو. که ډیپلوماسي په پای کې ناکامه شي، ولسمشر نور وسایل هم په اختیار کې لري.»

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه چې باور لري یو کال وروسته به نور د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي جګړې په اړه بحث نه وي.

ونس ټینګار وکړ چې تر هغه وخته چې اصلي هدف د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی وي، وضعیت به د پراخې او اوږدمهالې جګړې پر لور ولاړ نه شي.

هغه د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام یادونه هم وکړه، خو ویې ویل که ډیپلوماسي بریالۍ نه شي، د امریکا حکومت نور انتخابونه هم لري.

د ونس څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ په وروستیو اونیو کې زیات شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي پوځي شخړې په اړه بحثونه دوام لري.

تر اوسه ایراني چارواکو د امریکا د مرستیال ولسمشر دغو تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د دې موضوع مهم اړخ دا دی چې واشنګټن په داسې حال کې د ډیپلوماسۍ او فشار دواړو لارو ته اشاره کوي چې د ایران د اټومي پروګرام راتلونکی لا هم د سیمې او نړۍ له مهمو امنیتي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

Exit mobile version