امریکا د سومالیا نامتو ریفري د نړیوال جام له ګډون څخه منع کړ

IMG 6020

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا د سومالیا نامتو فوټبال ریفري عمر عبدالقادر عرتن ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې، هغه پرېکړه چې د نړیوال جام له سیالیو څخه د نوموړي د محرومېدو لامل شوې ده.

فیفا هم دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې عرتن به د نړیوال جام په سیالیو کې هیڅ رول ونه لري.

د فوټبال نړیوال فدراسیون ټینګار کړی چې د امریکا د مهاجرتي او ویزې چارو په پرېکړو کې لاسوهنه نه کوي او دا موضوع د اړوندو حکومتي ادارو مسؤلیت دی.

عمر عبدالقادر عرتن ټاکل شوې وه د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په سیالیو کې د ریفري په توګه برخه واخلي. هغه د هغو ۵۲ ریفریانو له ډلې و چې فیفا د دغو سیالیو لپاره غوره کړي وو.

خو د امریکا خاورې ته د نوموړي د ننوتلو له مخنیوي وروسته، د هغه نوم د سیالیو له رسمي لېست څخه لرې شو.

د سومالیا د فوټبال فدراسیون هم د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی او له فیفا څخه یې غوښتي چې د موضوع په اړه بشپړ وضاحت وړاندې کړي.

د سومالیا د فوټبال چارواکي وایي چې عرتن د دې هېواد له تر ټولو پېژندل شویو او بریالیو ریفریانو څخه دی او د هغه د نه ګډون لامل باید روښانه شي.

دا پېښه یو ځل بیا ښيي چې د مهاجرت او ویزې پالیسۍ کولای شي پر لویو نړیوالو ورزشي سیالیو مستقیم اغېز وکړي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي، ریفریان او ورزشي چارواکي په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره سفر کوي.

تر اوسه امریکایي چارواکو د عمر عبدالقادر عرتن د نه منلو د پرېکړې په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

د دې موضوع مهم اړخ دا دی چې د نړیوالو ورزشي سیالیو بریالیتوب د ټولو ګډونوالو پر ازاد او عادلانه حضور ولاړ وي، او هر ډول مهاجرتي محدودیت کولای شي د ورزش او سیاست ترمنځ د اړیکو په اړه نوي بحثونه راپورته کړي.

Exit mobile version