اسرائیل وایي امریکایي ځواکونو د ایراني توغندیو په رهګیرۍ کې برخه اخیستې

IMG 6002 1024x576

د اسرائیل د پوځ ویاند افي دفرین ویلي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د ایران له لوري د توغول شویو توغندیو په رهګیرۍ کې فعاله ونډه لرلې ده.

هغه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اسرائیل پوځ او سنتکام ترمنځ بشپړه همغږي موجوده وه او امریکایي ځواکونه د دفاعي عملیاتو په برخه کې له اسرائیلي ځواکونو سره یو ځای کار کاوه.

دفرین زیاته کړه: «موږ له سنتکام سره همغږي لرله، په ځانګړي ډول په دفاعي برخه کې. هغوی پرون د توغندیو په رهګیرۍ کې ګډون کړی و.»

د اسرائیل د پوځ ویاند همداراز ایران د وروستیو بریدونو په تړاو د اوربند په ماتولو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې تهران د بیروت په الضاحیه جنوبي سیمه کې د اسرائیل وروستی برید د توجیه په توګه کارولی دی.

د هغه په وینا، د ایران له خوا د اسرائیل پر لور د توغندیو ویشتل د هغه اوربند خلاف اقدام دی چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې نافذ و.

دفرین دا ادعا هم وکړه چې د ایران وروستي اقدامات ښایي د امریکا سره د خبرو اترو او احتمالي توافق په برخه کې د ستونزو نښه وي.

هغه وویل تهران ممکن د وخت د ګټلو او د سیمې د سیاسي او امنیتي فضا د بدلون لپاره دغه ډول اقدامات ترسره کړي وي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او دواړه خواوې یو بل د وروستیو پوځي تحولاتو مسئول ګڼي.

تر اوسه ایراني چارواکو د اسرائیل د پوځ د ویاند دغو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د سیمې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره، نړیواله اندېښنه هم زیاته شوې چې ښایي روان تاوتریخوالی په یوه پراخه سیمه‌ییزه شخړه بدل شي.

Exit mobile version