د ایران او امریکا پوځي تقابل پراخېږي؛ د خلیج فارس امنیت له نوو ګواښونو سره مخ شو

IMG 5891

د ایران د سپاه پاسداران عامه اړیکو د شنبې سهار اعلان وکړ چې د امریکا له هغو بریدونو وروسته چې د سیرک سیمې او د قشم ټاپو ځینې برخې یې په نښه کړې وې، د «دښمن اډې» یې په سیمه کې د توغندیزو بریدونو هدف ګرځولي دي؛ هغه ادعا چې د امریکا او کویټ د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د رهګیرۍ له راپورونو سره هممهاله مطرح شوې او د خلیج فارس کړکېچ یې نوی پړاو ته رسولی دی.

سپاه پاسداران په خپره شوې اعلامیه کې د بریدونو د دقیقو هدفونو، احتمالي زیانونو او د لګېدلو ځایونو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دا بریدونه د امریکا د وروستیو پوځي اقداماتو ځواب و.

هممهاله د کویټ رسمي خبري سرچینو راپور ورکړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو څو توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې رهګیرې کړې دي.

د کویټ د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هم اعلان کړی چې په هېواد کې اورېدل شوې چاودنې د هوايي دفاعي سیسټمونو د فعالیت پایله وه او له خلکو یې غوښتي چې امنیتي لارښوونې مراعات کړي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې امریکايي ځواکونو څو ایراني بالستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې چې د هرمز تنګي او د خلیج فارس د ځینو هېوادونو پر لور توغول شوې وې، شنډې کړې دي.

د سنتکام د ادعا له مخې، ایران وروسته له هغې اووه بالستیک توغندي توغولي چې امریکايي ځواکونو یې څلور ځانمرګي بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې وې.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې شپږ توغندي رهګیر شوي او اووم توغندی هم خپل هدف ته نه دی رسېدلی.

سنتکام همداراز ویلي چې امریکايي ځواکونو د هغه څه په ځواب کې چې د سیمه‌ییز سمندري تګ راتګ پر وړاندې یې «فوري ګواښ» بللی، د ایران په ګورک سیمه او د قشم ټاپو کې پر راداري مرکزونو بریدونه کړي دي.

په ورته وخت کې، امریکايي چارواکو د ایران هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د بحرین په پنځم سمندري ځواک یا اړوندو تأسیساتو ته زیان اوښتی دی.

د خلیج فارس او هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه شمېرل کېږي او هر ډول پوځي نښته په دې سیمه کې د نړیوالو انرژۍ بازارونو، سمندري امنیت او سیمه‌ییز اقتصادي ثبات لپاره جدي اغېزې لرلای شي.

د وروستیو تحولاتو اهمیت یوازې د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو په تبادله کې نه دی؛ بلکې دا ښيي چې د دواړو هېوادونو تقابل اوس د پوځي بنسټونو، سمندري لارو او د سیمې د هېوادونو امنیت ته هم پراخ شوی دی.

په داسې حال کې چې تهران او واشنګټن د پېښو په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې کوي، یوه خبره روښانه ده: د خلیج فارس کړکېچ د کمېدو پر ځای د پراخېدو په حال کې دی.

شنونکي باور لري چې که د تاوتریخوالي د مهار لپاره سیاسي او ډیپلوماتیکې هڅې ونه شي، هره نوې پوځي پېښه کولی شي د یوې پراخې سیمه‌ییزې شخړې خطر نور هم زیات کړي؛ داسې شخړه چې اغېزې به یې د خلیج فارس له جغرافیې هاخوا نړیوال اقتصاد او امنیت هم متأثر کړي.

Exit mobile version