فرانسه: د لبنان په خاوره کې د اسرائیل پوځي حضور د توجیه وړ نه دی

IMG 5739

فرانسې یو ځل بیا په لبنان کې د اسرائیل د روانو پوځي عملیاتو پر دوام نیوکه کړې او د دغه هېواد له خاورې یې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېڅ دلیل نه شي کولای د اسرائیل د پوځي عملیاتو دوام یا د لبنان د خاورې د ځینو برخو اوږدمهاله اشغال توجیه کړي.

هغه دغه اقدامات «لویه تېروتنه» بللې او ټینګار یې کړی چې د لبنان د روان بحران حل باید د ډیپلوماسۍ، د ملي حاکمیت د درناوي او د نړیوالو توافقونو د پلي کولو له لارې ولټول شي.

د فرانسې د لوړپوړي چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ تاوتریخوالی لا هم دوام لري او د سرحدي سیمو نښتو په وروستیو اونیو کې د سیمې د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

فرانسه چې د لبنان په قضیه کې یو له مهمو او اغېزناکو نړیوالو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي، تر دې وړاندې هم د تاوتریخوالي د کمېدو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

پاریس همدارنګه ټینګار کړی چې د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت باید د ټولو ښکېلو لورو له خوا درناوی وشي.

شنونکي وایي چې د فرانسې وروستۍ دریځ‌نیونه د نړیوالو هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د لبنان په جنوب کې د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي او سیمه له یوې لویې جګړې وژغوري.

Exit mobile version