د امریکا دفاع وزیر: آسیایي متحدان باید خپلې دفاعي بودجې زیاتې کړي

IMG 5652 1024x683

د امریکا دفاع وزیر پیت هېګسېت د چین د پوځي ځواک د چټک پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او له آسیایي متحدانو یې غوښتي چې خپلې دفاعي بودجې لوړې او د راتلونکو امنیتي ننګونو لپاره لا ډېر چمتووالی ونیسي.

هېګسېت د سنګاپور د شانګري‌لا امنیتي غونډې پر مهال وویل چې د چین د پوځي وړتیاوو چټک پرمختګ د سیمې لپاره په یوه جدي اندېښنه بدل شوی او د ځواک د توازن ساتل د امریکا او متحدانو ترمنځ پراخو همکاریو ته اړتیا لري.

هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن تمه لري آسیایي هېوادونه خپلې دفاعي بودجې د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۳.۵ سلنې ته لوړې کړي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې هغه دوره پای ته رسېږي چې شتمن هېوادونه د امریکا پر امنیتي چتر تکیه وکړي، خو د سیمې د امنیت لپاره کافي ونډه ورنه کړي.

هېګسېت وویل چې د امریکا متحدان باید د سیمې د امنیت په تأمین کې فعاله او پراخه ونډه واخلي.

هغه د تایوان په اړه هم وویل چې د دغه ټاپو د دفاعي ملاتړ په برخه کې د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې، خو د وسلو د هر نوي پلور وروستۍ پرېکړه به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوي.

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ سیالي په وروستیو کلونو کې په پوځي، اقتصادي او ټکنالوژیکو برخو کې د پام وړ زیاته شوې ده.

شنونکي باور لري چې د چین د نفوذ او پوځي ځواک پراختیا د آسیا-پاسیفیک په سیمه کې د امنیتي ائتلافونو او دفاعي همکاریو د پیاوړتیا لامل شوې او ښايي په راتلونکو کلونو کې د سیمې ستراتیژیک وضعیت نور هم بدل کړي.

Exit mobile version