په هرات کې دوه قاچاقبران ونیول شول۱۶ کیلوګرامه نشه‌یي توکي ضبط شول

IMG 4380

د هرات ولایت په اړوندو سیمو کې د سرحدي ځواکونو له خوا د یو کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه قاچاقبران نیول شوي دي.

چارواکي وایي چې له دغو کسانو څخه ۱۶ کیلوګرامه نشه‌یي توکي چې د «چاینک» په نوم پېژندل کېږي، ضبط شوي دي.

نیول شوي کسان د لومړنیو څېړنو لپاره اړوند کندک ته لېږدول شوي او ټاکل شوې ده چې د قانوني مراحلو د بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

چارواکي ټینګار کوي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه به دوام ولري.

Exit mobile version