صادق خان د سږني حج مراسمو کې خپل ګډون اعلان کړ

Website 6 1024x576

د لندن مسلمان ښاروال صادق خان په خپلې فېسبوک پاڼه کې د يو پيغام په خپرولو سره د سږني حج مراسمو کې د خپل ګډون خبر ورکړی دی.

هغه په حج کې ګډون «لوی وياړ او الهي نعمت» بللی او ويلي يې دي چې دغه روحاني سفر د برابرۍ، يووالي او ګډ انسانيت سمبول دی.

د لندن ښاروال ليکلي چې په خپلو دعاوو کې به په لندن او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې اړمن خلک يادوي.

صادق خان د بېلابېلو هېوادونو د ميليونونو مسلمانانو ګډون ته په اشارې سره ويلي:
«په احرام کې ولاړېدل، له ساده او بې ګنډې جامو سره، د دې سترې ټولګې تر څنګ، د دې حقيقت ښکلا رايادوي چې موږ ټول د خدای پر وړاندې برابر يو.»

هغه ټينګار کړی چې حج يوازې د ظاهري مناسکو ترسره کول نه دي، بلکې د ايمان، ځان جوړونې او ژور روحاني تفکر لپاره يو مهم فرصت هم دی.

د لندن د ښاروال پيغام په ټولنيزو شبکو کې پراخ هرکلی ترلاسه کړی او ګڼو کاروونکو دا د بريتانيا په ټولنه کې د کلتوري او ديني تنوع نښه بللې ده.

صادق خان د لندن لومړنی مسلمان ښاروال دی او په وروستيو کلونو کې يې څو ځله د ګډ ژوند، کلتوري تنوع او د دينونو ترمنځ د درناوي په اړه خبرې کړې دي.

Exit mobile version