د عامې روغتیا وزارت ۱۴۵ زره ډالري تړون لاسلیک کړپه پکتیا او بامیان کې د تغذیې او حمایتي خدماتو پراختیا

IMG 4379

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له DAWEO موسسې سره د څه باندې ۱۴۵ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

د دې تړون له مخې به د پکتیا او بامیان ولایتونو سلګونه اوسېدونکي د رواني، ټولنیزو او تغذیوي خدماتو څخه ګټه پورته کړي.

چارواکي وایي چې دا پروګرام د خلکو د روغتیايي وضعیت د ښه والي او معیاري خدماتو ته د لاسرسي د پراخېدو لپاره پیل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې سیمو کې لا هم ګڼ شمېر خلک بنسټیزو روغتیايي او تغذیوي خدماتو ته اړتیا لري.

Exit mobile version