فرانسه: د هرمز تنګي په امریکایي طرحه کې ګډون نه کووپاریس او لندن خپل بدیل پلان وروستی کړ

IMG 4671

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو ویلي چې فرانسه به د هرمز تنګي په اړه د امریکا په طرحه کې ګډون ونه کړي، او پاریس له لندن سره یوځای خپل جلا وړاندیز وروستی کړی دی.

بارو، چې منځني ختیځ ته په سفر بوخت دی، د جمعې په ورځ په ابوظبۍ کې وویل چې د خلیج هېوادونه یې د بریتانیا او فرانسې له نوښت څخه خبر کړي دي.

د هغه په وینا، پاریس او لندن هڅه کوي د هرمز تنګي د امنیت او ثبات لپاره خپل دیپلوماتیک او ستراتیژیک مسیر تعقیب کړي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې هرمز تنګی د نړیوالې انرژۍ او سمندري امنیت له تر ټولو حساسو سیمو څخه ګڼل کېږي، او د امریکا هره نوې طرحه پکې پراخ نړیوال حساسیتونه راپاروي.

د فرانسې دا دریځ ښيي چې د هرمز په څېر مهمو جیوپولیټیکي موضوعاتو کې اروپایي قدرتونه تل د واشنګټن له تګلارې سره بشپړ همغږي نه لري، او کله ناکله د خپلو امنیتي او سیاسي محاسبو پر بنسټ جلا لارې غوره کوي.

Exit mobile version