تاس: د کروکوس بریدګر په ترکیه کې افغان پاسپورټ ترلاسه کړی ود داعش خراسان د شبکې نوې جزئیات خپاره شول

IMG 4048

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د مسکو د کروکوس تالار د مرګوني برید په اړه نوې جزئیات خپاره کړي؛ هغه برید چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې لږ تر لږه ۱۴۵ کسان پکې وژل شوي وو.

د راپور له مخې، یو بریدګر رجب‌علي‌زاده چې د دې برید له امله په عمري بند محکوم شوی، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د ترکیې په آکسارای ښار کې افغان پاسپورټ ترلاسه کړی و.

د دوسیې اسناد ښيي چې نوموړی په تاجیکستان کې د داعش خراسان څانګې له‌خوا جذب شوی او وروسته د دې شبکې له لارې د انتقال، روزنې او عملیاتي چمتووالي لپاره هدایت شوی و.

راپور زیاتوي چې هغه په ترکیه کې د هغو کسانو په استوګنځای کې ځای پر ځای شوی و چې داعش ته د یوځای کېدو لپاره روزل کېدل او د انلاین سرچینو له لارې یې د وسله‌والو بریدونو اړوند زده کړې ترلاسه کولې.

د کروکوس تالار برید د سیمې له تر ټولو خونړیو داعش بریدونو څخه ګڼل کېږي او یو ځل بیا یې د داعش خراسان د جذب، روزنې او لېږد میکانیزمونو ته نړیوال پام اړولی دی.

Exit mobile version