د ترکیې د توکات ښار پولیسو ۱۸ افغان کډوال نیولي چې په یوه بار وړونکي موټر کې پټ شوي وو.
د راپورونو له مخې، دغه کډوال د ایران له لارې په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي وو او د خرما او پستې تېلو تر بار لاندې پټ ساتل شوي وو.
پولیسو د موټر چلوونکی هم نیولی او عدلي ارګانونو ته یې سپارلی دی. ویل کېږي چې دغه کډوال به د اداري مراحلو وروسته د بهرنیانو د اخراج مرکزونو ته ولېږدول شي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې ترکیه کې د بې اسناده کډوالو د نیونې او اخراج بهیر دوام لري، چې ډېری یې افغانان دي.
رسمي شمېرې ښيي چې یوازې سږ کال لسګونه زره کډوال نیول شوي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه پورې سلګونه زره افغانان له ترکیې اخراج شوي دي.
