د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان کړی چې دوه فرانسوي وګړي، سیسیل کوهلر او ژاک پاریس، له درې نیم کلونو بند وروسته په ایران کې آزاد شوي دي.
مکرون په خپله ټولنیزه شبکه (ایکس) کې لیکلي چې دغه کسان اوس د فرانسې پر لور د ستنېدو په حال کې دي.
د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، یاد دوه کسان د سېشنبې په سهار د ډیپلوماټیک کاروان په چوکاټ کې، د فرانسې د سفیر په ملتیا له ایران څخه وتلي دي.
ویل کېږي چې دوی اوس آذربایجان ته رسېدلي او له هغه ځایه به فرانسې ته انتقال شي.
تر اوسه د دوی د نیول کېدو او خوشې کېدو بشپړ جزییات نه دي څرګند شوي.

