په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د جګړې په تړاو د ولسي مرستو د راټولولو لپاره یې ځانګړې لارې فعالې کړې دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا اقدام د هغو افغانانو د غوښتنو په ځواب کې شوی چې غواړي مالي مرسته او ملاتړ وړاندې کړي.
د سفارت له خوا اعلان شوي میتودونه په دې کې شامل دي چې خلک کولای شي خپلې مرستې په نغدو ډول سفارت ته وسپاري، د سفارت بانکي حساب ته پیسې انتقال کړي، د ایران د سره میاشت ټولنې د کریپټو بارکوډونو له لارې مرسته وکړي، او یا هم مستقیم د دې بنسټ حسابونو ته پیسې واستوي.
په اعلامیه کې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د څو بېلابېلو لارو یادونه شوې ده.

