د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د دغه هېواد دریځونه له وړاندې د منځګړو له لارې مقابل لوري ته رسېدلي دي.
هغه په یوې خبري غونډه کې ویلي چې د امریکا د ۱۵ مادو وړاندیز «زیاتې غوښتنې، غیرمنطقي او د منلو وړ نه» و.
بقایي زیاته کړې چې ایران خپل ځوابونه چمتو کړي او د اړتیا په وخت کې به یې د اعلان څرنګوالی هم روښانه کړي، خو ټینګار یې کړی چې دا پیغامونه له پیل راهیسې د منځګړو له لارې لېږدول شوي او دا لړۍ به دوام ولري.
هغه خبرداری ورکړی چې د یوه هېواد پر ضد د زیربناوو د ویجاړولو ګواښونه او په عین وخت کې د غیرنظامي اهدافو پر وړاندې د بریدونو ملاتړ «د جګړې جرم» ګڼل کېږي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران ته تر سهشنبې پورې وخت ورکړی چې له واشنګټن سره هوکړې ته ورسېږي او د هرمز تنګی پرانیزي، که نه نو د دې هېواد مهمې زیربناوې به هدف وګرځي.
د راپورونو له مخې، ایران او امریکا ته د شخړې د پای ته رسولو یو وړاندیز شوی پلان هم رسېدلی دی.
یوې سرچینې ویلي چې دا طرحه د پاکستان له خوا چمتو شوې او د دواړو لورو ترمنځ پرې خبرې شوې دي.
ویل کېږي چې دا پلان دوه پړاوونه لري؛ لومړی سمدستي اوربند او وروسته یو پراخ هوکړهلیک.
همدارنګه راپورونه ښيي چې د امریکا، ایران او سیمهییزو منځګړو ترمنځ د ۴۵ ورځني اوربند په اړه هم خبرې روانې دي، څو د جګړې د پای لپاره زمینه برابره شي.

