د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د یوه پیلوټ د ژغورنې عملیات «لویه بریا» بللې ده.
هغه د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې دا عملیات ستایلي او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته یې مبارکي ورکړې ده.
نتانیاهو ویلي چې دې ماموریت وښوده چې «ازادې ټولنې» کولی شي د زړورتیا او ارادې په مټ پر ګواښونو بریالي شي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی چې دا عملیات یو ځل بیا دا اصل ثابتوي چې «هیڅوک شاته نه پاتې کېږي.»
د اسرائیل لومړي وزیر د خپل هېواد د تېرو تجربو په یادولو سره، د ټرمپ پرېکړه «زړوره» بللې او د هغه له مشرتابه یې مننه کړې ده.

