د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د خپلو بریدونو د ۹۶مې څپې لومړۍ مرحله یې د سیمې د انرژۍ پر زیربناوو ترسره کړې ده.
د سپاه د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا بریدونه د کرج د «بي۱» پل او د ماهشهر د پتروشیمي پر تاسیساتو د حملې په غبرګون کې شوي دي.
د اعلامیې له مخې، لاندې اهداف په نښه شوي دي:
- په حیفا کې د هغه تصفیې مرکز چې د اسرائیلي جنګي الوتکو لپاره سونتوکي برابروي
- د امریکا اړوند د ګازو تاسیسات (اېکسان، موبیل، شورون) په حبشان، متحده عربي امارات
- په الرویس، اماراتو کې پر امریکايي پتروشیمي تاسیساتو توغندیز برید
- په بحرین کې د سیتره پر امریکايي پتروشیمي تاسیساتو ډرون برید
- په کویټ کې د شعیبه پر امریکايي پتروشیمي تاسیساتو برید
په دې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې که پر ملکي اهدافو بریدونه تکرار شي، د دې عملیاتو دویم پړاو به «ډېر شدید او پراخ» وي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغو بریدونو ادعاوې نه دي تایید کړې.

