د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، یو حساب چې د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ته منسوب بلل کېږي، د امریکا د یوه اف-۱۵ جنګي الوتکې د خلبان د ژغورنې عملیات «شکست» بللي دي.
دا پیغام وروسته له هغې خپور شوی چې د دې جنګي الوتکې د دویم خلبان د ژغورنې خبر ورکړل شو.
په دې حساب کې د اصفهان ته نږدې د یوې سي-۱۳۰ الوتکې د پاتې شونو انځورونه هم خپاره شوي او لیکل شوي: «که امریکا درې نور داسې بریاوې ترلاسه کړي، نو بشپړ له منځه به ولاړه شي.»
د دې حساب هویت تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکايي چارواکو ویلي د ژغورنې عملیات پرته له تلفاتو په بریالیتوب ترسره شوي دي.

